په کابل کې د قطري پروژې لومړی فاز به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته چمتو شي

۷/۱۲/۱۴۴۶
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه مؤسسې له محترم مرستیال الحاج عبدالله جلال جلال او د دې مؤسسې له محترم مالي رئیس احمد محمد صلاح الدین الکوراني او مل پلاوي سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي شیخ حمدالله نعماني دوی ته ښه راغلاست وویل او مننه یې وکړه، چې له افغانانو سره د سرپناه په برخه کې مرسته کوي.
ورپسې، د الغرافه خیریه بنسټ مالي رئیس صلاح الدین الکوراني، د کور او ښار جوړولو وزارت له بې درېغه مرستو، همکاریو او همغږیو مننه وکړه او دغه چاره یې د یادې پروژې د چارو د پرمختګ برخه کې اغېزمنه یاده کړه.
ښاغلي الکوراني وویل، د یادې استوګنیزې پروژې د لومړي فاز چارې بشپړېدو ته چمتو دي او یوازې د برېښنا، اوبو او فاضلاب لپاره اړتیا ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت د دوی طرحه او ډیزاین ویزه او تائید کړي او له اړوندو ادارو او وزارت سره هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي په دغه برخه کې هم د کور او ښار جوړولو وزارت د همکارۍ ، پاملرنې او همغږۍ غوښتنه وکړه، تر څو چارې ژر تر ژره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، وزارت له پیله د دغې پروژې ملاتړ کړی او ژمن دی چې د پای تر شېبو به یې ملاتړ کوي او په دغه برخه کې به تر ممکنه بریده خپلې هڅې روانې ساتي.
ښاغلي شیخ نعماني وویل، لازمه ده چې تر لوی اختر وروسته به د یادو ستونزو د حل لپاهر له ټولو اړوندو ادارو او وزارت سره همغږي کوي، ستونزې به په ډاګه کوي او د حل برخه کې به یې کوټلي ګامونه پورته کوي.
نوموړي په دې برخه کې اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارله چې د ذیدخله اداراتو سره په اړیکه کې شي او تر اختر وروسته ټول په یوه غونډه کې راټول د ستونزې د حل لپآره اقدامات وکړي.