په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۴/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.
د دې تخنیکي پروسې موخه د یادې ساحې د مساحت دقیق تثبیت او د مدرسې د جوړولو لپاره د اړوند پلان د ترتیب په موخه د لازم تخنیکي معلوماتو راټولول دي.
د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم به د ساحې د توپوګرافي ځانګړنو او مساحت له تثبیت وروسته، د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ د یادې مدرسې د جوړولو لپاره د مناسب پلان د ترتیب زمینه برابره کړي.
