د کډوالو د ښارګوټي لپاره د 850 جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۰:۳۳
پروان

۱۴۴۶/۱۲/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د 850 جریبه ځمکې توپوګرافي سروې ترسره کړه.

ښاغلی حافظ لطیف وایي، له دغې سروې یې موخه دا ده چې د مهاجرینو لپاره د یوه منظم او اساسي ښارګوټي جوړولو چارې پیل شي.

دغه سروې به د هغو تخنیکي معلوماتو راټولولو ته زمینه برابره کړي چې د ښارګوټي د پلان جوړولو، پراختیایي خدماتو او بنسټیزو تأسیساتو لپاره اړین دي.

ټاکل شوې ده چې د سروې پایلې به په وزارت کې له اړوندو ریاستونو سره شریکې شي، څو یې پر بنسټ د مهاجرینو لپاره یو مناسب، منظم او د اړتیاوو مطابق ښارګوټی جوړ شي.

دغه پروژه د اسکان دایمي کمېټې چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي، د بیارغونې او بشري ملاتړ د ژمنو یوه برخه ده، چې موخه یې د اړمنو مهاجرینو لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرول دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په میدان وردک کې د اداري کمپلکس توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردک کې د اداري کمپلکس لپاره (۱۶۳) جریبه ځمګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې،. . .

BACK TO NEWS