د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیستل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۵
هلمند

۱۴۴۶/۱۲/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د ۵۰۰۰ جریبه ځمکې په مساحت د کډوالو لپاره یو نوی ښارګوټی چې ۴۲۶۰ نمرې لري، په رسمي ډول پرانیست.

په دې غونډه کې د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د ګاونډیو هېوادونو لخوا د مهاجرو اجباري را اېستل د ټولو اصولو خلاف دي.

ښاغلي حنفي وویل، د کډوالو ټول خدمات په ښه توګه ترسره کېږي او په خبره یې هغه مهاجرین چې مستحق وپېژندل شي، یوه نمره ځمکه ورکول کېږي.

 د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، دغه ښارګوټی د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو معياري اصولو او پلانونو سره سم جوړ شو.

محترم سرپرست وزیر شيخ حمدالله نعماني په دې مراسمو کې وویل، کډوال هغه کسان دي چې د خپل دین، عزت، او ناموس د ساتنې په خاطر یې له خپل هېواد هجرت وکړ.

ښاغلي نعماني له ولسونو وغوښتل چې د خپلو مهاجرو وروڼو لپاره غېږه خلاصه کړي او هغوی وهڅوي چې خپل هېواد ته راستانه شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په میدان وردک کې د اداري کمپلکس توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردک کې د اداري کمپلکس لپاره (۱۶۳) جریبه ځمګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې،. . .

BACK TO NEWS