د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۰
پارسل ۲.۲

۱۴۴۷/۹/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان په رسمي ډول تائید او لاسلیک کړ.

دا چاره په نوي کابل ښار کې د پراختیا په بهیر کې یو مهم پرمختګ دی چې ورسره به د ابادۍ او پراختیا چارې لا چټکې شي.

د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د ۲.۲ پارسل چې اوکسین اریانا ودانیز شرکت پراختیا ورکوي، د تائید شوي تفصیلي پلان له مخې به یې په یاد پارسل کې د ښاري نظم، معیاري خدمتونو او دوامدارې پراختیا لپاره مناسب بنسټ برابر شي.

دا پلان د اوکسین اریانا ودانیز شرکت اړوند (2672) دوه زره، شپږ سوه او دوه اویا جریبه ځمکې لپاره جوړ شوی، چې په دغه اقدام سره به ټولې ابادیزې او پراختیايي چارې د ټاکل شوي پلان مطابق ترسره کېږي.

دغه تفصیلي پلان د ښاري اصولو او معیارونو پر بنسټ طرحه شوی او په کې د سړکونو شبکې، استوګنیزې سیمې، خدماتي تاسیسات، شنې ساحې او عامه اسانتیاوې په منظم ډول په پام کې نیول شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري دغه اقدام، د نوي کابل ښار د سترې پراختیايي پروژې په لړ کې یو مهم او بنسټیز ګام دی، چې د تفصیلي پلان له تطبیق سره به د ښاري نظم، معیاري خدمتونو او دوامدارې پراختیا لپاره مناسب بنسټ برابر شي.

د یادونې وړ ده، چې د نوي کابل ښار پروژه د کابل ښار د نفوس د زیاتوالي د مدیریت، د عصري استوګنیزو سیمو د رامنځته کولو او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه پلي کېږي، او د ۲.۲ پارسل د تفصیلي پلان تائید د دې پروژې د عملي کېدو په بهیر کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د ترمیماتي پروژې له چارو نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۹/۲۷

میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځۍ د ودانۍ د ترمیماتي پروژې له روانو چارو تخنیکي څارنه وکړه.

دغه څارنه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د مسجدونو له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۹/۲۷

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د درېیو مساجدو له ودانیزو چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۸
Background image

په لغمان ولایت کې د نفت او ګازو مدیریت د اداري ودانۍ له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د لغمان ولایت په اداري کمپلکس کې د نفت او ګازو مدیریت لپاره د جوړېدونکې اداري ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت