د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د مسجدونو له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو
۱۴۴۷/۹/۲۷
کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې د درېیو مساجدو له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره کړ.
دا چې د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو لپاره د عبادت مناسب ځایونه جوړېږي، نو د پروژو تخنیکي وضعیت وڅېړل شو او د چارو د لا ښه والي لپاره لازمې سپارښتنې وشوې.
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې څلورم مسجد شریف د ښه فیلنګ او ۹۵ سلنه کمپکشن معیارونه مراعت کړي او د بنسټ ډبره د موجوده سړک له سطحې څخه په ۶۶ سانتي متره لوړوالي ترسره کړي.
همدارنګه د درېیم مسجد شریف د خښتو کارونه بشپړه شوې او د کړکیو لپاره نما ورکول شوې وه.
د پنځم نمبر مسجد شریف په برخه کې یوازې د رینګ بیم سیخان اچول شوي وو او نورې چارې د مالي کال د پای ته رسېدو له امله درېدلې دي، چې تمه ده د نوي مالي کال له پیل سره به د پروژې پاتې چارې بېرته پیل او بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې د دغو مسجدونو د جوړېدو پروژه د مهاجرینو ښارګوټي د اوسېدونکو لپاره د عبادت د مناسب چاپېریال د برابرولو په موخه عملي کېږي او مسوولین هڅه کوي چې چارې یې د تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شي.
