د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو
۱۴۴۷/۹/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د ۲.۲ پارسل تفصیلي پلان په رسمي ډول تائید او لاسلیک کړ.
دا چاره په نوي کابل ښار کې د پراختیا په بهیر کې یو مهم پرمختګ دی چې ورسره به د ابادۍ او پراختیا چارې لا چټکې شي.
د نوي کابل ښار د لومړي فاز اړوند د ۲.۲ پارسل چې اوکسین اریانا ودانیز شرکت پراختیا ورکوي، د تائید شوي تفصیلي پلان له مخې به یې په یاد پارسل کې د ښاري نظم، معیاري خدمتونو او دوامدارې پراختیا لپاره مناسب بنسټ برابر شي.
دا پلان د اوکسین اریانا ودانیز شرکت اړوند (2672) دوه زره، شپږ سوه او دوه اویا جریبه ځمکې لپاره جوړ شوی، چې په دغه اقدام سره به ټولې ابادیزې او پراختیايي چارې د ټاکل شوي پلان مطابق ترسره کېږي.
دغه تفصیلي پلان د ښاري اصولو او معیارونو پر بنسټ طرحه شوی او په کې د سړکونو شبکې، استوګنیزې سیمې، خدماتي تاسیسات، شنې ساحې او عامه اسانتیاوې په منظم ډول په پام کې نیول شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري دغه اقدام، د نوي کابل ښار د سترې پراختیايي پروژې په لړ کې یو مهم او بنسټیز ګام دی، چې د تفصیلي پلان له تطبیق سره به د ښاري نظم، معیاري خدمتونو او دوامدارې پراختیا لپاره مناسب بنسټ برابر شي.
د یادونې وړ ده، چې د نوي کابل ښار پروژه د کابل ښار د نفوس د زیاتوالي د مدیریت، د عصري استوګنیزو سیمو د رامنځته کولو او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه پلي کېږي، او د ۲.۲ پارسل د تفصیلي پلان تائید د دې پروژې د عملي کېدو په بهیر کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
