د سرې میاشت اړوند د ښار ګوټي د نمرو د وېش په اړه غونډه وشوه
۲۹/۰۳/۱۴۴۷
په کور او ښار جوړولو وزارت کې د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تطبیق په اړه د سرې میاشت ښار ګوټي د ۸۴ نمرو د وېش په اړه غونډه ترسره شوه.
غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیانی په مشرۍ، د سرې میاشت ادارې د ساتنې محترم رئیس مولوي عبدالباقی خیرخواه ، د چارو د ریاست استازو، د کابل ښاروالۍ، د عدلیې، زراعت، اوبو لګولو، مالدارۍ او ټولګټو وزارتونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.
محترم شیخ مدارعلي کریمي بامیانی وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم د سرې میاشت ادارې د کارکوونکو لپاره د ۸۴ استوګنیزو نمرو د وېش په اړه باید تطبیق شي، او همدارنګه د ښارګوټي ځینې حقوقي او تخنیکي ستونزې باید حل شي. هغه زیاته کړه چې د ښارګوټي د تفصیلي پلان له څېړنې څرګنده شوې چې ځینې تخنیکي ستونزې او نیمګړتیاوې په تطبیق کې شته، نو لازمه ده چې دقیقې تخنیکي څېړنې ترسره شي.
د سرې میاشت ادارې استازي وویل چې یاد ښارګوټی د جمهوریت په وخت کې بنسټ شوی و او ډېری ځمکې یې په هغه وخت کې وېشل شوې وې. اوس د ادارې د وړاندیز پر اساس، ۸۴ نمرې د بې وسه او بې سرپناه کارکوونکو ترمنځ د قرعه کشۍ له لارې وېشل شوې دي.
د سرې میاشت استازي همدارنګه وویل چې د ښارګوټي ځینې برخې غصب شوې وې، چې د ادارې د هڅو په پایله کې بیرته ترلاسه او پاکې شوې دي، او د ښارګوټي د زیربناوو د جوړولو لپاره ټاکل شوې لګښتونه د کارکوونکو له خوا ورکړل شوي دي.
غونډې ته ګډونوالو خپل حقوقي او تخنیکي نظریات وړاندې کړل، په ځانګړې توګه د ځمکې د انتقال، د تفصیلي پلان د تطبیق او د ښارګوټي د ښاري مسایلو په اړه.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د ښارګوټي د تخنیکي او حقوقي مسایلو د لا ښې څېړنې او د ځمکې د نمرې د وېش لپاره یوه کمیټه جوړه شي، ترڅو په لنډ وخت کې ټولې موضوع ګانې وڅېړي او د ښارګوټي د ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
