د سرې میاشت اړوند د ښار ګوټي د نمرو د وېش په اړه غونډه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۱۱
وزارت شهرسازی و مسکن

 ۲۹/۰۳/۱۴۴۷

 په کور او ښار جوړولو وزارت کې د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تطبیق په اړه د سرې میاشت ښار ګوټي د ۸۴ نمرو د وېش په اړه غونډه ترسره شوه.

غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیانی په مشرۍ، د سرې میاشت ادارې د ساتنې محترم رئیس مولوي عبدالباقی خیرخواه ، د چارو د ریاست استازو، د کابل ښاروالۍ، د عدلیې، زراعت، اوبو لګولو، مالدارۍ او ټولګټو وزارتونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

محترم شیخ مدارعلي کریمي بامیانی وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم د سرې میاشت ادارې د کارکوونکو لپاره د ۸۴ استوګنیزو نمرو د وېش په اړه باید تطبیق شي، او همدارنګه د ښارګوټي ځینې حقوقي او تخنیکي ستونزې باید حل شي. هغه زیاته کړه چې د ښارګوټي د تفصیلي پلان له څېړنې څرګنده شوې چې ځینې تخنیکي ستونزې او نیمګړتیاوې په تطبیق کې شته، نو لازمه ده چې دقیقې تخنیکي څېړنې ترسره شي.

د سرې میاشت ادارې استازي وویل چې یاد ښارګوټی د جمهوریت په وخت کې بنسټ شوی و او ډېری ځمکې یې په هغه وخت کې وېشل شوې وې. اوس د ادارې د وړاندیز پر اساس، ۸۴ نمرې د بې ‌وسه او بې ‌سرپناه کارکوونکو ترمنځ د قرعه کشۍ له لارې وېشل شوې دي.

د سرې میاشت استازي همدارنګه وویل چې د ښارګوټي ځینې برخې غصب شوې وې، چې د ادارې د هڅو په پایله کې بیرته ترلاسه او پاکې شوې دي، او د ښارګوټي د زیربناوو د جوړولو لپاره ټاکل شوې لګښتونه د کارکوونکو له خوا ورکړل شوي دي.

غونډې ته ګډونوالو خپل حقوقي او تخنیکي نظریات وړاندې کړل، په ځانګړې توګه د ځمکې د انتقال، د تفصیلي پلان د تطبیق او د ښارګوټي د ښاري مسایلو په اړه.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د ښارګوټي د تخنیکي او حقوقي مسایلو د لا ښې څېړنې او د ځمکې د نمرې د وېش لپاره یوه کمیټه جوړه شي، ترڅو په لنډ وخت کې ټولې موضوع ګانې وڅېړي او د ښارګوټي د ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت شوه

۱۴۴۷/۶/۱۳

لوګر ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د ترانسپورت ترمینل او د احصایې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

په تالقان ښار کې د غیرقانوني ودانیو د ودانیزو چارو مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس د تخار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د تالقان ښار په بېلابېلو ناحیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت