د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د عربي پانګوال شرکت سره خبرې وشوې

۲۸/۱۲/۱۴۴۶
د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو او د اړوندو ریاستونو استازو د نوي کابل ښار د بیارغونې او پراختیا په موخه د تمکین په نوم د یو عربي پانګوال شرکت له مشر صالح الدریبي او د یاد شرکت له غړو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د وزارت د یو شمېر متخصصینو او ریاستونو استازو ګډون کړی و، د تمکین شرکت رئیس د هغو ستراتیژیکو پروژو او بریاوو په اړه معلومات وړاندې کړل چې دوی په نورو هېوادونو کې تطبیق کړې دي، نوموړي څرګنده کړه چې شرکت یې لېوالتیا لري د نوي کابل ښار په بنسټیزو او سطحي جوړښتونو کې پانګونه وکړي.
دوی وړاندیز وکړ چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې شرکت ته زمینه برابره کړي، څو د نږدې یو میلیون متره مربع ځمکې پر سر یو عصري ښارګوټی جوړ کړي چې د نړیوالو معیارونو سره سم وي، او د دې پروژې عملي چارې به په یوه کال کې بشپړې شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو د تمکین شرکت د وړاندیزونو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د دې پروژې ارزونه به د اصولو او ملي ګټو پر بنسټ تر سره شي. د یادولو ده، د نوي کابل ښار پروژه د هېواد له مهمو ملي او پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې تطبیق به یې د ښار جوړولو، اقتصادي پراختیا او د ژوندانه د معیاري شرایطو برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي