د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د عربي پانګوال شرکت سره خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۴
د کور او ښار جوړولو وزارت

۲۸/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو او د اړوندو ریاستونو استازو د نوي کابل ښار د بیارغونې او پراختیا په موخه د تمکین په نوم د یو عربي پانګوال شرکت له مشر صالح الدریبي او د یاد شرکت له غړو سره ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چې د وزارت د یو شمېر متخصصینو او ریاستونو استازو ګډون کړی و، د تمکین شرکت رئیس د هغو ستراتیژیکو پروژو او بریاوو په اړه معلومات وړاندې کړل چې دوی په نورو هېوادونو کې تطبیق کړې دي، نوموړي څرګنده کړه چې شرکت ‌یې لېوالتیا لري د نوي کابل ښار په بنسټیزو او سطحي جوړښتونو کې پانګونه وکړي.

دوی وړاندیز وکړ چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې شرکت ته زمینه برابره کړي، څو د نږدې یو میلیون متره مربع ځمکې پر سر یو عصري ښارګوټی جوړ کړي چې د نړیوالو معیارونو سره سم وي، او د دې پروژې عملي چارې به په یوه کال کې بشپړې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو د تمکین شرکت د وړاندیزونو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د دې پروژې ارزونه به د اصولو او ملي ګټو پر بنسټ تر سره شي. د یادولو ده، د نوي کابل ښار پروژه د هېواد له مهمو ملي او پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې تطبیق به ‌یې د ښار جوړولو، اقتصادي پراختیا او د ژوندانه د معیاري شرایطو برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د چهل دختران ښارګوټي تفصیلي پلان او یو شمېر ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نقشو د ویزې کمېسیون، د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د چهل دختران ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۸
Background image

په نوي کابل ښار کې د ابادۍ پرمختګ په موخه یو بل نوی ګام پورته شو، چې خلکو ته به د کار کولو زمینه برابره شي

۱۴۴۷/۰۸/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند پراختیا ورکوونکو شرکتونو له ځینو مسؤلینو سره وکتل او پر مهمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۲:۱۲
Background image

د میدان وردګو ولایت د سردار داود خان ښارګوټي د بنسټیزو شبکو پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۸/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري زېربناوو د طرحې ریاست له لوري، د کاري پلان پر بنسټ، د میدان وردګو ولایت د سردار داود خان ښارګوټي لپاره د بنسټیزو شبکو جامع پلانونه ترتیب او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت