په تېر یو کال کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۶
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي.

دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او ډیزاین د عمومي ریاست له لوري په «۱۴۰۴» کال کې وڅېړل شوې، چې پکې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور له لوري استول شوې نقشې شاملې دي.

 دا نقشې د استوګنیزو، اداري، روغتیایي، بنسټیزو او سوداګریزو مهمو پروژو اړوند دي، چې د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې پلي کېږي.

یادې ټولې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو په رعایت سره ترسره شوې دي او موخه یې په ټول هېواد کې د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د کیفیت لوړول دي.

دا نقشې له څېړنې او ارزونې وروسته ښاري کمېسیون ته لېږل کېږي، تر څو د شته اصولو او معیارونو له مخې تایید او ویزه شي.

د څېړل شوو نقشو ډېره برخه د اړوندې ادارې له لوري ویزه شوې او د مالکینو په واک کې ورکړل شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت