کابل ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره د ساحې پر ټاکلو خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۱۴
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۵/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د کابل ولایت لپاره د صنعتي پارک د جوړولو کمېټې ناسته وکړه او د ساحې پر ټاکلو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

یاده کمېټه د کور او ښار جوړولو وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د ځمکو برخې، او د کابل ښاروالۍ د محترمو استازو څخه جوړه ده، څه وخت د مخه یې د کابل ښار او ولسوالیو بېلا بېلې ساحې ورکتلې وې، چې په تړاو یې خپل راپور په دې ناسته کې شریک کړ.

د کمیټې غړو وویل، د ښار په محدوده کې یې څو ساحې کتلي او ارزولي، خو د صنعتي پارک لپاره مناسبه ځمکه نه ده ورته ثابته شوې، اما په خبره یې له ښاره بېرون د کابل ولسوالۍ د صنعتي پارک د جوړولو لپاره غوره او مناسبې سیمې دي.

د کمېټې په باور، د دغو سیمو له جملې څخه د بتخاک ولسوالۍ اړوند د (لته‌بند) ساحه او همدارنګه په ځینو نورو ولسوالیو کې هم مناسبې سیمې شته چې صنعتي پارک په کې جوړ شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شيخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، وخت یې دی چې باید د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره بې درېغه هڅې وشي، ترڅو د صنعت کارانو او نورو عامو افغانانو لپاهر اسانتیاوې برابرې شي او په خبره یې ژر تر ژره دې مشخص ځای تعین شي.

د کمیټې غړو د ارزول شوو ساحو او همدارنګه د نورو احتمالي سیمو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د ناستې په پای کې تصمیم ونیول شو، چې له دقیقو او هراخیزو څېړنو وروسته به په راتلونکې ناسته کې د مشخص ځای په اړه پرېکړه وکړي او د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام اقتصادي کمېسیون ته به یې وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت