په بامیان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د هموارۍ چارې و څارل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۵۰
بامیان

۱۴۴۷/۰۵/۲۱

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د سړکونو د خط‌ اچونې او هموارۍ له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

ښاغلي انجنیر امان وویل، د یاد ښارګوټي د سړکونو د جوړولو چارې د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تر مستقیمې څارنې لاندې پرمخ ځي.

د نوموړي په خبره، د بامیان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ښارګوټی د مرکز په جر خشک سیمه کې د ۴۲۰ جریبه ځمکې په مساحت جوړېږي، چې ټولټال ۳۸۱ استوګنیزې نمرې لري، د یاد ښارګوټي موخه د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د معیاري استوګنې چاپېریال رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت