په زابل ولایت کې د شاه جوی ولسوالۍ د مسجد شریف د رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۲:۴۵
زابل ولایت

۱۴۴۷/۰۵/۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا دادګل مسلم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د زابل ولایت د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د شاه جوی ولسوالۍ د مسجد شریف د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

ښاغلي ملا مسلم وویل، د څارنې پر مهال د مسجد شریف د منار د قالب بندۍ، د مسجد د داخلي او خارجي پلستر، د بام د عایق کار او د ملا امام د خونو د خشت کارۍ چارې په منظم ډول روانې وې.

د نوموړي په خبره، تخنیکي ټیم د یادو چارو د کیفیت، د موادو د استعمال او د انجینري معیارونو د پلي کېدو له نږدې څارنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه چې د مسجد شریف ټول کارونه باید د نقشې، قرارداد او کاري پلان له مخې، د ټاکلي وخت په موده کې بشپړ کړي.

محترم ملا دادګل مسلم زیاته کړه چې د کور او ښار جوړولو ریاست د ټولو رغنیزو پروژو د دقیق څارنې له لارې هڅه کوي څو د عامه تاسیساتو د جوړولو چارې د کیفیت، دوام او ښاري معیارونو له مخې ترسره شي.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د عامه تاسیساتو د رغونې، ترمیم او څارنې مسؤلیت لري. د شاه جوی ولسوالۍ دا مسجد د سیمې د اوسېدونکو د دیني او ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره رغول کېږي، او د دې ودانۍ د بشپړېدو سره به د خلکو لپاره د عبادت یو معیاري ځای برابر شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت