د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د ودانۍ د څارنې د کمیټې غونډه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۴۹
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۰۳/۲۹

د سرطاني ناروغانو د روغتون د اعمار او جوړېدو د څارنې د کمیټې غونډه، چې ټاکل شوې د عطا د خیریه بنسټ له‌خوا د کابل په نوي ښار کې جوړه شي، د کور او ښار جوړولو وزارت،  د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د معینیت د محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د مسکن مرستیال د یو شمېر رئیسانو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ، عدلیې، کورنیو چارو، اقتصاد، عامې روغتیا وزارتونو، د چارو د ادارې عمومي ریاست او د استخباراتو عمومي ریاست استازو هم ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د مسکن محترم مرستیال خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د غونډې موخه د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړېدو د څارنې لپاره د کاري لایحې ترتیب او تدوین او همدارنګه د ریاست‌الوزرا د محترم عالي مقام د حکم تطبیقول دي.

هغه زیاته کړه چې کمیټه ریاست‌الوزرا محترم عالي مقام د حکم پر بنسټ ټاکل شوې څو د روغتون د جوړیدو د پروژې ټول مالي، تخنیکي او چاپېریالي اړخونه وڅېړي او د څارنې د لایحې له لارې اړینې همکارۍ ترسره کړي.

محترم مولوي صابر وویل چې یاد روغتون به د یولس جریبه ځمکې په مساحت کې د کابل په نوي ښار کې جوړېږي او د احاطې کار یې بشپړ شوی دی.

وروسته د عطا خیریه بنسټ مسؤلینو د کاري پلان، د ځمکې اسنادو، له عامې روغتیا وزارت سره د هوکړه لیک، د مرستو د راټولولو طریقه او مالي لګښتونو، او همدارنګه له ځینو بهرنیو روغتونونو سره د همکارۍ په اړه د کمیټې غړو ته لازم وضاحتونه وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د غونډې په پای کې د کمیټې غړو هر یو خپلې نظریې او لیدلوري د موضوع او د لایحې د ترتیب او د څارنې د همغږۍ په اړه وړاندې کړل او د راتلونکو غونډو د ترسره کېدو په اړه پرېکړې وشوې.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د ریاست‌الوزرا د محترم عالي مقام  لخوا یوه کمیټه د کور او ښار جوړولو وزارت په مشري او د اطلاعاتو او فرهنګ، عدلیې، کورنیو چارو، اقتصاد، عامې روغتیا وزارتونو، د چارو د ادارې عمومي ریاست، د استخباراتو عمومي ریاست او د چاپېریال ساتنې په ګډون ټاکل شوې ده څو د عطا د خیریه بنسټ د سرطاني ناروغانو د روغتون د اعمار د پروژې د تخنیکي، مالي او چاپېریالي برخو څارنه او ارزونه وکړي او اړینې همغږۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت