مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې په پار د اسکان دایمي کمیټې ناسته وکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۳:۰
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۰۲/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د دایمي استوګنې کمېټې ناسته وکړه، چې په کې د کډوالو چارو وزارت، کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست، د اوبو رسولو امارتي شرکت، د چاپیریال ساتنې ریاست او د استخباراتو عمومي ریاست محترمو استازو ګډون درلود.

په ناسته کې، د هغو مستحقینو کډوالو لیست چې له محترمو والیانو سره شریک شوی، د تفصیلي پلان له مخې په ښارګوټو کې د خداتو وړاندې کولو پروسې او څرنګوالي او دغه راز راتلونکو پلانونو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپلو مقدماتي خبرو کې وویل، د  مهاجرینو د ستونزو حل کمېسیون له لوري د اسکان دایمي کمېټې ته د ورسپارل شوي لیست مطابق د اړمنو کورنیو لیست اړوند ولایتونو ته استول شوی، خو د شوي تفکیک او تصفیې په اړه یې بېرته ډاډ نه دی ورکړل شوی.

ښاغلي وزیر وویل، که دا چاره په وخت ترسره شي، نو مهاجرینو ته د کېدونکو راتلونکو اقداماتو په ترسره کولو کې به هڅې لا ګړندۍ شي.

د اسکان دایمي کمېټې منشي ښاغلي انجنیر محمد فهیم زکریا، په یو شمېر ولایتونو کې د ترسره شوو چارو، لګښتونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د راتلونکو اقداماتو په تړاو یې موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل

د پورته یادو شوو موضوعاتو په اړه د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه څرګند کړل او تصمیم ونیول شو، چې د اسکان دایمي کمېټه به د مهاجرینو د ستونزو حل عالي کمېسیون ته د ترسره شوو چارو، شته ستونزو او نیمګړتیاو او حل لارو په تړاو وړاندیز وکړي، تر څو چارې لا اغېزمنې او ګټورې شي.

محترم وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د خپلو خبرو په دوام وویل، د مهاجرینو د ستونزو حل د ا.ا له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، چې په خبره یې باید په پوره دقت، شفافیت او عدالت سره پر مخ ولاړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت