غزني کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه څار ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۱۳
غزني

 

۱۴۴۶/۱۰/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د تخلفاتو مخنیوي ټیم یې غزني ولایت کې د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي په لارښوونه او همکارۍ د ښار په اول پلان کې څار وکړ.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د معلوماتو له مخې، په اول پلان کې د شاه فیصل کټوازي مارکیټ چې ځينې برخې یې په غیرې قانوني ډول جوړولې چارې یې و ځنډول شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه فعال او اغېزمن ټیمونه رامنځته کړي، تر څو له ښاري بې نظمیو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت