میدان وردګ ولایت کې د اته شپېته میلیون افغانیو په ارزښت د پروژې چارې پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۳۰
وردګ

۱۴۴۶/۰۷/۰۷
د کور او ښار جوړولو وزارت په میدان وردګ ولایت کې د اته شپېته (۶۸) میلیون افغانۍ په ارزښت د یوې پروژې د عملي چارو پرانسته وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د یادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وویل، د دغې پروژې په پلي کېدا سره به شاوخوا زر (۱۰۰۰) کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیمه توګه د کار کولو زمینه برابره شي.
ښاغلي نعماني وویل، د دغې پروژې فرمایش ورکوونکی د ترانسپورت او هوایي چلند محترم وزارت دی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت یې پلان، طرحه، ډیزاین او نقشه جوړه، تطبیق او د تطبیق له چارو نظارت کوي.
نوموړي وویل، دغه پروژه د ترانسپورتي ترمینل دی، چې د سویلي ولایتونو د خلکو لپاره به زیات شمېر اسانتیاوې برابرې شي او د دوه سوه (۲۰۰) موټر د تم کېدو ظرفیت به ولري.
دغه پروژه به په نهه (۹) میاشتو کې بشپړه شي، چې ورسره به د عوایدو زیاتېدو ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي، ولایت به ورسره پرمختګ وکړي، د وړو کاروبارونه زمینه به برابره شي او په ټوله کې به د فقر او غربت کچه یو څه راکمه شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې په هېواد کې یو شمېر داسې پروژې په کار واچوي چې له مخې یې خلکو ته د کار کولو زمینې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت