تورخم کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو کمپ کې د کاري کمېټو لپاره اساسي دفترونه جوړېږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۹:۲۹
تورخم

۱۴۴۶/۰۱/۰۳

ننګرهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله سعید وایي، د تورخم ښارګوټي اړوند د بېرته راستنېدونکو کډوالو په عمري کمپ کې د کاري کمېټو او امنیتي پرسونل لپاره پاخه او اساسي دفترونه جوړېږي.

ښاغلی مولوي نبي الله سعید وایي، په همدې موخه یې د دغه ریاست اړوند تخنیکي ټیم د تورخم ښارګوټي ته استولی و، چې هلته د یادې چارې د ترسره کولو په موخه خط اچونه وکړي.

نوموړی وایي، د یادو ساختمانونو د جوړولو لپاره د خط اچونې بهیر بشپړ شو، چې په خبره یې د کاري کمېټو لپاره پنځه دفترونه چې د اړتیا وړ نور ځایونه هم لري او دغه راز د امنیتي ساتونکو د اوسېدو لپاره خونې شاملې دي.

محترم مولوي سعید وایي، په ټوله کې شپاړس (۱۶) ساختمانونه دي چې ټاکل شوې د دوه میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د هلمند ولایت د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت او څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د حوض د وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت ارزونه او څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر څه باندې اته دېرش زره ته پورته شو او دا لړۍ په چټکې دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ چهارشنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت