په تورخم ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۳:۵۶
picture

۱۴۴۵/۱۱/۲

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس قاري محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم په تورخم کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي سعیدي وویل، د تورخم ښارګوټي اړوند د بېرته راستنېدونکو کډوالو کمپ کې د روانو ودانیزو چارو چې د کرکټ د ملي ټيم د کپتان حشمت الله شهیدي د خیریه بنسټ لخوا کورونه جوړېږي، څارنه وشوه.

د نوموړي په خبره، په دې څارنه کې د کورونو د جوړولو د کیفیت او هلته د اوبو رسولو شبکې او د اوبو ویالو د جوړولو له چارو څارنه وشوه او قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت