په لغمان کې د تفریحي او ورزشي دوه پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۷:۴۲
لغمان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لغمان ولایت په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د کرکټ معیاري لوبغالي رغنیزې چارې ۲۵ سلنه بشپړې کړي او همداراز د قرغه یې ولسوالۍ د سرخکان پارک د احاطې او استنادي دیوال چارې یې چټکې کړې دي.

د ویلو ده چې د کرکټ لوبغالی په ۶۰۰ زره متر مربع ځمکه باندې او د سرخکان پارک د احاطې او استنادي دیوال چې ۷۸۰۰ متره اوږدوالی لري په ټولیز ډول د ۱۰۰ میلیونه افغانیو  په ارزښت جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ټولګټو پروژو په تطبیق سره د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابروي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۱۹
Background image

د ودانیزو توکو د خاورې د نمونې اخیستنې او لابراتواري ازموینو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د مصؤنو اسنادو د چاپ پروژې اړوند، په جیو سرچ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ولایت د سپین بولدک بندخونې د ودانیزې پروژې له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د زندانونو د چارو د سمون ریاست اړوند د سپین بولدک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت