کار وړ کسانو ته د سپارلو په موخه د خالي بستونو لپاره ازموینه واخستل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۰:۳۵
لغمان ولایت

۱۴۴۶/۲/۲۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تیلوي وایي، په دې ریاست کې د خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې د بیلابیلو بستونو لپاره ازموینه واخستل شوه.

ښاغلي مولوي تیلوي وویل یاده ازموینه یې د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکی غړو تر څنګ دولایت مقام د بشري سرچینو او د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو امریت استازو په شتون کې واخستله.

د نوموړي په خبره،   په یادو خالي بستونو کې به ترازموینې وروسته  وړ اشخاص  چې ترټولو لوړې نمرې اخستې وي استخدام کړي او د ازموینې ګډونوالو ته د شفافیت پوره ډاډ ور کړل شو.

د یادولو ده، د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د خالي بستونو لپاره د وړ کسانو د استخدام لپاره د ازادي سیالۍ له لارې ازموینې اخلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت