په کونړ ولایت کې د دوو ودانیو د ډیزاین په اړه بحث وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۱:۲۷
کونړ

۹/۱۱/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا مرستیال محترم الحاج محمد اسماعیل فائز د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې غونډه کې، چې د وزارت د ډیزاین ساختمان او ساختماني تاسیساتو رئيس او د مهندسی او لندسکیپ چارو رئیس هم پکې ګډون درلود، د یو شمیر ساختماني مسلو په اړه، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت د ښاروالۍ د دوو لس پوړیزو او پنځلس پوړیزو پروژو د ډیزاین په اړه بحث وشو.

ښاغلي فائز د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس د خبرو اورېدو پرمهال وویل، چې اړوندې ادارې باید په دې برخه کې په دوامداره توګه همکاري وکړي ترڅو ډیزاینونه په معیاري ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت