په کابل ښار کې د قلعۀ کاشف سیمې د ښاري سرغړونو د مخنیوي څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۰:۴۷
قلعه کاشف

۱۴۴۷/۰۵/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قلعۀ کاشف سیمې د ښاري وضعیت د څار او ارزونې لیدنه ترسره کړه.

یاده څارنه د ښاري سرغړونو د ریاست د محترم رئیس د هدایت پر بنسټ، د نظارت او رسیدګي آمریت او د عامه پوهاوي آمریت د استازو په ګډه ترسره شوه.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په یادې سیمې کې دا مهال هېڅ نوې ودانۍ د جوړېدو په حال کې نه وې، خو د سیمې ډېری برخې غیرپلاني بڼه لري او د ښار د تفصیلي پلان پلي کېدل پکې په سمه توګه نه دي عملي شوي.

د نوموړي په خبره، چې د قلعۀ کاشف سیمه د ښاري نظم د بیا تنظیم او د تفصیلي پلان د نوې کتنې جدي اړتیا لري، تر څو د راتلونکو غیرپلاني جوړښتونو مخه ونیول شي او ښاري توازن وساتل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د څارنې دوامداره پروګرامونه پرمخ وړي، څو د غیرپلاني جوړونو مخه ونیسي، د ښارونو نقشه معیاري کړي او د ښاري نظم د ټینګښت لپاره دوامدار اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت