په هرات کې د غرب زون کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۱
هرات

۱۴۴۷/۰۷/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د غرب زون د ولایتونو (هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور) د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ د هرات ښار کې ترسره او د یاد ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس په حضور کې پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ د تخنیکي سروې، د غیرپلاني ساحو د پراختیایي پلان جوړولو، د ودانیو ډیزاین، د کارکوونکو ارزونې او د استخدام د پروسې تر عنوان لاندې تنظیم شوی و، چې موخه یې د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول او د کاري مهارتونو پیاوړتیا وه.

دغه ورکشاپ د غیرپلاني ساحو د تنظیم او انکشاف ریاست، د سروې او جي ای ایس ریاست او د مهندسۍ، انجنیرۍ نظام د طرح او مقرراتو ریاست په تخنیکي همکارۍ ترسره شو، چې ګډونوالو ته پکې اړین تخنیکي او مسلکي معلومات وړاندې شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ښاري چارو د معیاري تطبیق په موخه د هېواد په بېلابېلو زونونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت