په غزني کې د شهید عبدالکبیر ښوونځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۱۱
غزني

۱۴۴۷/۰۶/۱۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نورولي بلال متقي وايي، د دغه ریاست اړوند تخنیکي ټیم د واغظ ولسوالۍ د شهید عبدالکبیر ښوونځي د رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي متقي وویل، د لیدنې پر مهال معلومه شوه چې د ودانۍ د چت کانکریټ اچول او د چت داخلي پلسترکاري روانه وه، تخنیکي ټیم د پروژې د کیفیت د ښه‌ والي او د کار د معیاري ترسره کېدو په موخه د قراردادي شرکت مسؤل ته لازمې سپارښتنې وکړې، څو ټول فعالیتونه د قرارداد له شرایطو او بل احجامو سره سم پرمخ یوسي.

د نوموړي په خبره، چې د پروژې د هر پړاو دقیق نظارت د دې لپاره مهم دی چې ښوونځي ته یو معیاري او دوامدار تأسیسات جوړ شي، څو زده کوونکي په مناسب چاپېریال کې زده کړې وکړي.

غزني د زده‌کړو په برخه کې د ښوونیزو ودانیو د ترمیم او رغونې جدي اړتیا لري، د ښوونځیو د ترمیم روانې پروژې د معیاري تعلیمي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت