په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه
۱۴۴۷/۱۲/۱۵
د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
د څارنې پر مهال د بېسیخه کانکریټو د اچولو چارې له نږدې وڅارل شوې، چې یاد کارونه د ټاکل شوو معیارونو او تخنیکي اصولو مطابق په معیاري ډول روان دي.
د تخنیکي ټیم له لوري د کار د بهیر دوامداره څارنه شوې او ډاډ ترلاسه شوی چې د ودانیزو چارو ټول پړاوونه د انجینري معیارونو په رڼا کې په منظم ډول پر مخ وړل کېږي.
د یادې پروژې ټولې چارې به د منظور شوو نقشو، تخنیکي معیارونو او د نافذه مقرراتو په چوکاټ کې تر بشپړېدو پورې وڅارل شي.
