په جوزجان ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ساختماني پروژو څارنه وشوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۰:۵۹
جوزجان

د نورو فعالیتونو سربېره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوزجان ولایت کې له ساختماني پروژو لیدنه او څارنه وکړه.
په جوزجان ولایت کې د امیر تیمور مارکېټ ، د ولایت مقام مسجد ، او د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ ډیپو د هغه پروژو له ډلې دي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت انجنیرانو یې له چارو او کیفیت لیدنه او څارنه وکړه.
د ټولګتو پروژو رامنځته کول او له هغو څخه لیدنه او څارنه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لومړیتوبونو څخه دي چې د پلې کولو لپاره یې د هېواد په ګچه چټک او پیاوړي ګامونه پورته کوي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د ازموینې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست له لوري، د خوندي اسنادو د چاپ پروژې لپاره د خاورې د نمونې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۳۰
Background image

د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۴۲۷۷ استوګنیزې نمرې تنظیم او تائید شوې

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول لاسلیک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت