په بامیان کې د مسجد شریف د ودانیزې پروژې ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
بامیان

۱۴۴۷/۰۳/۲۸

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر امان الله امان وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د بامیان ولایت د هوايي ډګر اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له کارونو څارنه او مراقبت وکړ.

ښاغلي انجنیر امان وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې یاده پروژه شاوخوا ۶۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري او اوس هم کارونه په منظم ډول روان دي، څارونکي ټيم د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې، څو د پروژې چارې د نقشې او تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په هېواد کې د دیني، ټولنیزو او عام المنفعه تاسیساتو د جوړولو او سمبالولو لپاره پراخې هڅې کوي، چې د بامیان ولایت د هوايي ډګر اړوند د مسجد شریف پروژه د همدغو هڅو یوه برخه ده چې د بشپړېدو وروسته به د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت