په اړوندو برخو کې لا زیاته همکاري د یوې ادارې د پرمختګ لامل ګرځي چې باید پر وخت ترسره شي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۰:۳۵
معین مالی

۱۴۴۷/۹/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ غونډه وشوه، چې په کې د ۱۴۰۳ مالي کال په تړاو د فرامینو او احکامو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند راپور پر مسودې بحث وشو.

په دغه غونډه کې د داخلي پلټنې، مالي، اداري، د کارکوونکو چارو، تدارکاتو، عوایدو، املاک او اسکان ریاستونو او د دې وزارت اړوند د مقروضیتونو کمېټې رئیسانو او استازو ونډه اخیستې وه او پر یاده موضوع یې هر اړخیز بحثونه وکړل.

په پیل کې د اړوندو ریاستونو استازو او مسؤلینو هر یوه په خپل وار د موضوع اړوند او د خپلو ریاستونو د فعالیتونو او پر وخت کړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د خپلو مکلفیتونو، مسؤلیتونو او دندو پر سم او پر وخت ترسره کولو یې ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې، ځینو رئیسانو د خپلو اړوندو برخو د ستونزو او ننګونو یادونه هم وکړه او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ورپسې، ښاغلي مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح، د دندو او فعالیتونو پر وخت ترسره کول مهم وبلل او اړوندو ریاستونو ته یې سپارښتنه وکړه چې د یادې موضوع په تړاو خپلې کړنې ژر تر ژره بشپړې کړي.

نوموړي همداراز د ټولو ریاستونو ترمنځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې دې جدي او هر اړخیزه همکاري ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۱
Background image

د لښکرګاه ښار په شپږمه او اوومه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم د خپل دوامداره څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له بېلابېلو ساحو څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د غور ولایت د مقام د مېلمستون د ودانیزو چارو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د غور ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د غور ولایت د مقام اړوند د مېلمستون د ودانیزې پروژې له روانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت