مالي او اداري مرستیال د مالي کال ختمېدو په موخه د ځینو چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۴:۳۰
mudh

۱۴۴۶/۰۹/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او  اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د مالي کال ختمېدو په موخه د مالي او اداري چارو پر اغېزمنې چټکتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي مرستیال محمد ارسلاح خروټي په داسې حال کې چې، د یو شمېر ریاستونو چارې یې له نږدې وکتلې ټینګار وکړ چې، ټول ریاستونه دې خپلې چارې په وخت او اغېزمنه توګه سرته ورسوي.

نوموړي په چارو او پروسو کې د لا زیات شفافیت په رامنځته کولو خبرې وکړې او له کار کوونکو یې وغوښتل چې، ستونزې په ګوته او د حل په موخه یې وړاندیز کړي.

پر ریاستونو له نږدې ګرځېدو او له حال یې د ځان خبرولو ترڅنګ یو شمېر رئیسانو محترم  الحاج محمد ارسلاح خروټي ته د ترسره شوو چارو، نیمګړتیاو او چمتوالي په اړه معلومات ورکړل.

مالي او اداري مرستیال د ریاستونو چارې او پلانونه وستایل او د شته ستونزو د حل برخه کې یې تر ممکنه بریده د حل ډاډ ورکړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې، د مالي کال تر ختمېدو وړاندې خپلې مالي او تدارکاتي چارې په اغېزمنه توګه بشپړې کړي او د نوي مالي کال لپاره تابیا ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت