فراه کې د څه باندې سل کورونو د وېش په اړه سروې کېږي، ترڅو راستانه شوو مستحقو مهاجرو کورنیو ته ورکړل شي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۲
فراه ولایت

۱۴۴۷/۹/۱۴

فراه ولایت کې د دایمي مېشتېدو ولایتي کمېټې رسمي غونډه د دغه ولایت د محترم والي الحاج مولوي محمد حافظ مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.

په غونډه کې، د بېلابېلو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و، چې په کې د کور او ښار جوړولو ریاست، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست، د فراه ‌رود فرعي سیندیزې حوزې ریاست، د کلیو د بیراغونې او پراختیا ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست، د ټولګټو ریاست، ښاروالۍ او د استخباراتو ریاست شامل وو.

د غونډې اجنډا چې د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال له لوري مطرح کېده په کې، تصمیم ونیول شو چې د راستانه شوو مستحقو مهاجرو کورنیو لپاره د ۱۰۸ بابه کورونو د وېش او تثبیت په اړه باید د اسنادو تر بشپړې ارزونې وروسته د اصولو او طرزالعمل له مخې سروې ترسره شي او مستحقو کورنیو ته دې وسپارل شي.

په دغه غونډه کې، د محمداباد ښارګوټي د سړک جوړولو او جغل اچولو پروسې په اړه تصمیم ونیول شو، چې د بیا رغونې کمېټه دې د یاد ښارګوټي له نږدې ارزونه وکړي، د موجوده وضعیت او بنسټیزو اړتیاوو په اړه دې خپل تفصیلي راپور چمتو او له ولایتي کمېټې سره شریک کړي.

ټینګار پر دې و، چې ټولې پرېکړې دې د شفافیت، عدالت او اصولو په رڼا کې عملي شي څو مستحقې کورنۍ پر وخت له اسانتیاوو برخمنې شي او د ښارګوټو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره لازم ګامونه پورته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجنیرانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دوکانونو د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت