د کونړ ولایت د ترانسپورت امریت ودانۍ لپاره د ساحو ارزونه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۲:۵۲
کونړ

۱۴۴۷/۰۱/۰۹

کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبی الله طلحه وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګډ هئیت په شتون کې،  د ترانسپورت امریت لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړېدو د دوه ټاکل شوو ساحو تخنیکي ارزونه وکړه.

ښاغلي مولوي طلحه وویل، ارزونه کې معلومه شوه چې لومړۍ ساحه زراعتي طبقه‌ بندي لري او ودانۍ جوړول یې د ښاري اصولو خلاف دي او دوهمه ساحه تجارتي پلان شوې چې د اداري ودانۍ لپاره مناسبه نه ده.

د نوموړي په خبره، په همدې اساس د ښاري تخلفاتو مخنیوي ټیم د ودانۍ جوړولو مخنیوی وکړ او لارښوونه یې وشوه چې د ترانسپورت امریت ودانۍ لپاره مناسبه ساحه د لچګلۍ په سیمه کې شتون لري چې د ماسټر پلان له مخې ځانګړې شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت