د کور او ښار جوړولو وزیر د پکتیا له ولسي خلکو سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۵:۴۵
عکس

۱۴۴۵/۱۱/۰۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولسي خلکو سره وکتل او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په پیل کې، د پکتیا د قومي مشرانو په استازیتوب ښاغلي  حاجي محمد شفیق طوطاخیل د یاد ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د شته بېلا بېلو ستونزو، او وړاندیزونو یادونه وکړه او د حل برخه کې یې د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د تګ راتګ لارې، کرنیزې ځمکې، چکډیمونه، تفریحي پارک، سوداګریزې او هستوګنیزې ساحې او په ټوله کې د پلانونو برخو کې شته ستونزې هغه موارد وو، چې یادو قومي مشرانو یې یادونه وکړه او د حل لپاره یې غوښتنې درلودې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د پکتیا ولسي خلکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې کوم موارد د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند وي، دوی به سرته ورسوي، خو هغه چې د نورو وزارتونو او یا ادارو اړوند کېږي، په خبره یې ښه به دا وي چې یادو وزارتونو ته مراجعه وشي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، سږ کال اراده لري چې د هېواد په کچه د هر ولایت څلور څلور ولسوالیو لپاره پلان جوړ کړي او د هر ښار سروې وکړي چې راتلونکي کې به ورته پلان جوړ شي.

پر همدې بنست ښاغلي نعماني، له ولسي خلکو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د شته ستونزو د حل لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت ته لیکلی وړاندیز وکړي، دوی به پرې رسمي حکم ورکړي او اړوندې ادارې به لاس په کار شي، تر څو د خلکو ستونزې حل شي.

نوموړي زیاته کړه، د پلانونو په جوړولو کې د کور او ښار جوړولو وزارت عمومي خیر او فلاح په پام کې نیسي او سیمه ییز خلک باید د پلان د تطبیق برخه کې خنډونه جوړ نه کړي.

هغه له ولسي خلکو وغوښتل چې قومي مشران او مخور دې د پلانونو د تطبیق برخه کې عامه پوهاوی او همکاري وکړي.

دغه راز په ناسته کې، شیخ حمدالله نعماني، د سید کرم ولسوالۍ محترم ولسوال ته د پلان د تطبیق برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، چې په پلي کېدا سره به یې شته ستونزې هوارې شي.

د ناستې په وروستیو کې، راغلو ولسي خلکو د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني مننه وکړه، چې د دوی د ستونزو د حل برخه کې یې ګټورې مشورې او حل لارې ورپه ګوته کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د هلمند ولایت د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت او څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د حوض د وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت ارزونه او څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر څه باندې اته دېرش زره ته پورته شو او دا لړۍ په چټکې دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ چهارشنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت