د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه
۱۴۴۸/۱/۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس مولوي محمد حنیف او مل پلاوي سره په ځانګړې غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د وزارت د ښاري چارو عمومي ریاست اړوند مسؤلینو او تخنیکي کارپوهانو هم ګډون درلود، چې په ترڅ کې یې د تخار ولایت د ښاري وضعیت، د ښارونو د منظمې پراختیا، د عامه خدمتونو د ښه والي، د ښاري زیربناوو د پیاوړتیا او د راتلونکو پراختیایي پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
ګډونوالو د تخار ولایت د اوسنیو اړتیاوو، شته ننګونو او د ښاري مدیریت د لا اغېزمنتیا لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
همداراز د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي او مسلکي ټیمونو د تخار ولایت د تازه ترتیب شويو ستراتیژیک او ساختاري پلانونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
په وړاندې شویو طرحو کې د ښارونو د منظمې ودې، د استوګنیزو سیمو د پراختیا، د سړکونو او عامه تاسیساتو د تنظیم، شنو ساحو د زیاتوالي او د ښاري خدماتو د پراخولو اړوند مهمې برنامې شاملې وې.
محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د یادو پلانونو د ارزونې پر مهال خپل تخنیکي نظرونه، سپارښتنې او کمنټونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې ټولې طرحې باید د ښاري اصولو، د خلکو د اړتیاوو او د دوامدارې پراختیا له معیارونو سره سمې بشپړې او عملي شي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د تخار ولایت د ښاري پراختیا اړوند پلانونه به د مسلکي ارزونو او سپارښتنو له پلي کېدو وروسته تائید او لاسلیک شي، څو د ولایت د متوازنې او منظمې ښاري ودې لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.
