د کور او ښار جوړولو وزیر، افغانستان لپاره د اغاخان بنسټ له مسؤل سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۰:۶
بنیاد آغا خان

۱۴۴۶/۱/۱۹
د کور او ښار جوړلوو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د افغانستان لپاره د اغا خان بنسټ له مسؤل محترم ډاکتر نجم الدین سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په ناسته کې لومړی، افغانستان لپاره د اغا خان بنسټ مسؤل ښاغلي ډاکتر نجم الدین د یاد بنسټ د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني د یاد بنسټ د فعالیتونو د لا پیاوړتیا، او اغېزمن فعالیت په موخه یو شمېر وړاندیزونه وکړل او غوښتنه یې وکړه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت سره همکار پاتې شي.
ښاغلي وزیر وویل، له افغانانو سره د اغا خان بنسټ له مرستو مننه وکړه، او زیاته یې کړه، اړتیا ده چې یاد بنسټ د وروستیو سیلابونو او طبعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو سره د همکارۍ په موخه لاس په کار شي او د هغې کمېټې سره د سروې او نورو پایلو د شریکو او ترسره کولو برخه کې همکاري وکړي، چې د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام له لوري رامنځته شوې، تر څو زیانمنو کورنیو سره د واحدې منبع له لارې مرسته وشي.
افغانستان لپاره د اغاخان بنسټ مسؤل ښاغلي ډاکتر نجم الدین ژمنه وکړه، چې په یادو برخو کې به تر خپلې وسې همکاري کوي او په ځینو برخو کې د دوی له لوري د ترسره شوو سروې ګانو موندنې به له کمېټې سره شریکوي.
نوموړي وویل، په بېلا بېلو برخو کې له افغانانو سره مرستې کوي او دغې چارې ته به دوام او پراختیا ورکوي.
نجم الدین وویل، د روغتیا، خوراکي او نورو برخو سربېره د تاریخي ابدو په ترمیم او ساتنې برخه کې هم کار کوي چې دغه برخه کې به د کور او ښار جوړولو وزارت سره په همغږۍ او همکارۍ چارې ترسره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر وویل، بغلان، تخار او نورو ولایتونو کې چې د سیلابونو له امله کورونه په بشپړه توګه او یا هم په قسمي توګه وران شوي، اړتیا ده چې ارقام یې معلوم او د لاسنیوي په موخه اقدام وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د هلمند ولایت د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت او څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د حوض د وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت ارزونه او څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر څه باندې اته دېرش زره ته پورته شو او دا لړۍ په چټکې دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ چهارشنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت