د کور او ښار جوړولو وزارت د ۱۴۴۶ هـ.ق کال لاسته راوړنې له ولس سره شریکې کړې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۲:۴۳
وزارت شهرسازی

۱۴۴۷/۱/۲۴

د حکومت د رسنیو په مرکز کې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو، چې په دې کنفرانس کې د وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د وزارت محترم مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي، د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني او د مسکن، ودانیزو چارو او د برانامو د پراختیا معینیت محترم سرپرست انجنیر عبدالحمید ارین، رئیس‌ صاحبانو او د رسنیو ګڼ شمېر استازو ګډون کړی و.

په دغه کنفرانس کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د "نوي کابل ښار" د پرمختیا په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه، چې د نوي کابل ښار د جوړېدو چارې په مشخص پلان، روښانه لیدلوري، او قانوني شفافیت سره پر مخ روانې دي.

محترم سرپرست وزیر وویل، د نوي کابل ښار د بنسټیزو زیربناوو په برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي، د ښار عمومي نقشه، د سړکونو او خدماتي شبکو ابتدایي ډیزاینونه بشپړ شوي، او د ځمکو د حقوقي ستونزو د حل لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي، نوموړي وویل، موږ هڅه کوو چې د سیمې په کچه د دې ستر ملي ښار د جوړېدو چارې د تخنیکي معیارونو پر بنسټ چټکې کړو، څو خلک ژر تر ژره له معیاري ښاري خدماتو برخمن شي.

محترم سرپرست وزیر زیاته کړه، وزارت د نوې ښاري سیمې پراختیا د دوامداره پرمختګ، اقتصادي زونونو، او عصري ژوند د رامنځته کولو په موخه، له اړوندو ادارو سره همغږي لري، او دغه پروژه به نه یوازې د کابل ښاري پراخوالی تنظیم کړي، بلکې د خلکو د استوګنې، کار او خدماتو لپاره نوي فرصتونه هم برابر کړي.

ورپسې د وزارت محترم مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې وزارت د ښاري پراختیا، قانونمند مدیریت او اصلاحاتو په موخه ګڼ بنسټیز ګامونه اخیستي دي.

محترم معین زیاته کړه، وزارت د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره ۳۵ ښارګوټي جوړ کړي، چې د یو شمېر ښارګوټو د فعالېدو ترڅنګ، د ۸۷ زره مستحقو کورنیو اسناد د اسکان دایمي کمېټې ته سپارل شوي دي.

ښاغلي خروټي زیاته کړه، وزارت د ۲۳۱ زره جریبه ځمکې سروې کړې، ۲۸۷ پراختیایي ساحې (صنعتي پارکونه، دولتي ودانۍ، روغتیايي مراکز او نور) یې توپوګرافی سروې کړي، د ۳۸۷ پروژو د تطبیق څارنه یې کړې او له ۳۸۲۶ غیرقانوني ودانیو یې مخنیوی کړی دی.

ورپسې د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې وزارت د تېر کال په ترڅ کې د ۵۲ ښارونو لپاره تفصیلي، اصلاحي او بیا رغنیز پلانونه ترتیب کړي دي، د کابل ښار د سړکونو شبکه ‌یي پلان نهایي شوی او د تطبیق لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوی دی، نوموړي وویل، د تاریخي ښارونو د تخنیکي سروې ترڅنګ، له یونسکو او آقاخان بنسټ سره ګډ تخنیکي کار دوام لري.

همداراز، د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معینیت سرپرست انجنیر عبدالحمید ارین هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې وزارت د نوي کابل ښار، اقتصادي زونونو، ترمینلونو، او طبي کمپلکسونو لپاره مشخصې ځمکې ځانګړې کړې دي، نوموړي وویل زموږ هدف دا دی چې ښاري پراختیا باید د نظم، دوامدار پرمختګ او خلکو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو پر محور متمرکزه وي.

په پای کې یادونه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لپاره هم پراخ ستراتیژیک پلانونه لري، چې پکې د قطري ښارګوټي دویم فاز، د نیله باغ پروژه، د نوي کابل ښار پرمختیا، او د ګڼ شمېر ولایتونو لپاره د نویو ښارګوټو جوړول شامل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۱
Background image

د لښکرګاه ښار په شپږمه او اوومه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم د خپل دوامداره څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له بېلابېلو ساحو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت