د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بدخشان کې له درې میلیون زیاتې افغانۍ عواید ترلاسه کړل

it_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۱۴:۲۸
a

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول او د سرپرست په توګه د ښاغلي مولوي حمد الله نعماني له ګمارل کېدو وروسته په مرکز او ولایتونو کې ګن شمېر لاسته راوړنې لري.

د دغه لاسته راوړنو له جملې څخه په بدخشان ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست    ( ۳،۵۰۰۰۰۰) درې میلیونه او پنځه سوه زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

دغه عواید په یاد ولایت کې د دولتي املاکو د په اجارې ورکولو او د انجنیرۍ برخې د هغه فعالیت پایله ده چې انجنیري خدمات یې ترسره کړې دي.

یاد عواید په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم وزیر مولوي حمد الله نعماني هڅې پیل کړي چې څنګه کېدای شي یاد وزارت په ځان متکي او د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلی وزیر نعماني په شفافیت، عدالت او ښې حکومتولۍ ټینګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت