د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو طرزالعمل یوځای او معیاري شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۱۹
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۰۳/۱۱

د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو د معیاري طرزالعمل د بیاکتنې کمیټې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال ښاغلي مولوي ګل زرین صابر، په مشرۍ، د یاد طرزالعمل مواد بیا وکتل او یوځای یې کړل.

یاده غونډه، چې د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او استازو په ګډون ترسره شوه، په پیل کې ښاغلي حارث اخترزاده، د پروګرام جوړونې او پراختیا عمومي رئیس، په موضوع خبرې وکړې، نوموړي وویل چې اړوندو ریاستونو په تېرو ورځو کې د طرزالعمل مواد بیا کتلي او خپل تخنیکي او حقوقي نظریات یې له کمیټې سره شریک کړي دي.

اخترزاده زیاته کړه چې په دغه طرزالعمل کې د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو ټول لازم اصول او معیارونه په پام کې نیول شوي او ښاروالۍ کولای شي د همدې طرزالعمل پر بنسټ د ښاري ځمکو د بیو په ټاکلو کې لازم ګامونه واخلي.

وروسته یو شمېر رئیسانو هم د ښاري ځمکو د بیو ټاکلو د معیارونو په اړه خپلې خبرې وکړې او خپل مثبت نظریات یې وړاندې کړل.

په پای کې ښاغلي مرستیال مولوي صابر ټینګار وکړ، چې د ځمکو د بیو ټاکلو معیارونه باید هر اړخیز او ټول ‌شموله وي، نوموړي زیاته کړه چې وروستی شوی طرزالعمل دې د لا نورو پرېکړو لپاره په رسمي ډول د وزارت محترم مقام ته ولېږل شي.

د یادولو ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت مشرتابه تازه د مسکن، ودانیزو چارو او دبرنامو د پراختیا محترم معینیت ته دنده سپارلې وه څو د یاد طرزالعمل د لا پیاوړتیا لپاره بیاکتنه وکړي او وروستی راپور وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د څلورمې ناحیې د کلوله پشته سیمې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۸
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۱
Background image

د لښکرګاه ښار په شپږمه او اوومه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم د خپل دوامداره څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له بېلابېلو ساحو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت