د نیله باغ هستوګنیزې پروژې عملي چارې پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۱۲
picture

۱۴۴۵/۹/۲۹

د ا.ا.ا د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې د نیله باغ  هستوګنیزې پروژې عملي چارې پیل شوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي د یادې پروژې د عملي چارو د پیل په مراسمو کې د ښه راغلاست وینا ترڅنګ وویل، یاده هستوګنیزه پروژه د چین هېواد په بلاعوضه مالي مرسته د ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ترسره کېږي، چې ۱۴۰۰ بابه کورونه په ۵۶ پنځو پوړه بلاکونو کې جوړ شي.

ورپسې، د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، په خپلو خبرو کې د نیله باغ هستوګنیزه پروژه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې یو ستر بنسټیز ګام یاد کړ.

د غونډې په دوام، د رياسة الوزرا د محترم عالي مقام اداري مرستيال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل، دغه پروژه په هېواد کې د نورو مهمو پراختیایي پروژو په څېر ده او روان کال به د کورني خصوصي سکتور او د بېلا بېلو هېوادونو د کمپنيو او شرکتونو له لوري د افغانستان په مختلفو برخو کې زياته پانګونه وشي، چې په خبره یې اسلامي امارت پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتياوې برابرې کړي دي.

په دغه مراسمو کې، کابل کې د چین هېواد سفیر ښاغلي ژاو شینګ د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د عملي چارو د پیل مبارکۍ ترڅنګ وویل، چین او افغانستان په سیمه کې ښه دوست هېوادونه دي، چې په وینا یې چین تل په افغانستان کې د ابادۍ، سولې او پرمختګ ملاتړ کړی.

د نوموړي په وینا، د نیله باغ پروژې د کار پیل د چین هېواد یوه بیلګه ده او چین هڅه کوي، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د لوړو زده کړو، محترم وزیر شیخ ندامحمد ندیم وویل، افغانستان کې د ابادۍ او پانګونې لپاره فضاء پوره چمتو شوې ده، کورني او بهرني پانګوال کولای شي چې دلته په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

د نیله باغ پروژ د عملي چارو د پیل مراسمو کې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي مولوي رحمت الحق فضیل وویل، وزارت یې بهرنیو پانګوالو سره ناستې کوي په افغانستان کې یې پانګونې ته هڅوي او باور لري چې راتلونکو کالونو کې به د ورته نورو پراختیایي او هستوګنیزو پروژو د پرانستې شاهدانو وي.

همدلته، د پلټنې د عالي اداري محترم مشر مولوي محسن هاشمي وویل، د اسلام مقدس دین د ابادۍ، پرمختګ، امنیت، اقتصاد او له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د درلودلو لارښوونې کوي او په خبره یې، د امارت هر فرد د هېواد ابادۍ ته ژمن دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د نیله باغ پروژې د عملي چارو د پیل په مراسمو کې وویل، کور د انسان په ژوند کې یوه مهمه او اساسي اړتیا ده، او دوی هڅې پیل کړي چې په افغانستان کې نوې او پخوانۍ نیمه کاره هستوګنیزې پروژې سرته ورسوي تر څو هېوادوال د سرپناه خاوند شي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني د چین له هېواد، کابل د چین له سفارت، ام، سي، سي ۱۹ کمپنۍ او د چین له پي، پي، آر کمپنۍ مننه وکړه چې په سخت وخت یې افغانستان سره خپلې هر اړخیزې مرستې وکړې او په وینا یې چې د چین هېواد به دا مرسته نه لومړنۍ او نه وروستۍ وي او تمه لري چې د ورته نورو پروژ د پیل شاهدان و اوسي.

نوموړي زیاته کړه، تمه لري چې سږ کال به د کور او ښار جوړولو وزارت دویمه پروژه د هېواد په بل زون کې پیل او د نوي کابل ښار عملي چارې به نورې هم ګړندۍ او په نورو فازونو کې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د هلمند ولایت د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د ودانیزو چارو څخه تخنیکي نظارت او څارنه ترسره کړه.

د نظارت پر مهال څرګنده شوه چې د پروژې په بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د حوض د وضعیت ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ښار د ستر جامع جومات د ترمیماتي چارو او د زبیده باغ د تاریخي حوض د وضعیت ارزونه او څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۴
Background image

مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش شمېر څه باندې اته دېرش زره ته پورته شو او دا لړۍ په چټکې دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، تېره ورځ چهارشنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۷۸ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت