د مهاجرینو د دایمي استوګنې لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې ناسته ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴۵
وزیر شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۱۰/۱۰

 هېواد ته د راستانه شوو مهاجرینو لپاره د دایمي استوګنې د برابرولو په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیرالحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر الحاج مولوي محمد یونس اخندزاده، د کډوالو چارو وزارت، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت، د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست، د اوبو رسولو امارتي شرکت، د چاپېریال ساتنې ریاست او د استخباراتو عمومي ریاست محترمو استازو هم ګډون کړی وو.

په ناسته کې، د مهاجرینو د دایمي استوګنې اړوند پر مهمو تخنیکي او اداري موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې او ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل.

د نمرو د مساحت تغیرات، د ښارګوټو د پلانونو تعدیل، د تخنیکي ټیمونو د چارو چټکتیا، د مهاجرینو د لیستونو شریکول، ښارګوټو کې د څښاک اوبه برابرول، د عامه خدمتونو لکه جوماتونو، ښوونځیو او کلینیکونو جوړول، د ولایتونو د لومړیتوب ټاکنه او د پروسو دقیقه څارنه هغه اساسي موضوعات وو، چې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج نجیب الله حیات حقاني یې په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د مهاجرینو د دایمي استوګنې پروسه باید په شفاف، منظم او چټک ډول پر مخ یووړل شي، تر څو راستنېدونکي هېوادوال وکولای شي له اساسي خدمتونو برخمن او د باعزته ژوند زمینه ورته برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ژمن دی چې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي لا پیاوړې کړي، تخنیکي اسانتیاوې برابرې کړي، او د نمرو د وېش لپاره مناسب بستر برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت