د ملي اقتصاد پیاوړتیا په موخه د اوسپنې ویلې کولو له سکتور څخه د ملاتړ برنامه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۹:۳۸
picture

۱۴۴۴/۰۳/۲۲ د ملي اقتصاد پیاوړتیا په موخه د اوسپنې ویلې کولو له سکتور څخه د ملاتړ برنامه په کابل کې د ا.ا.ا د ریاسة الوزرا محترم اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د یو شمېر نورو وزارتونو د سرپرستانو او د اوسپنې ویلې کولو بېلا بېلو فابريکو مسؤلینو په شتون کې د ملي سټنډرډ ادارې (انسا) لخوا ترسره شوه. د نورو ویناوالو تر څنګ په دغه برنامه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني یاده برنامه مهمه وګڼله او د داخلي تولیداتو پر معیاري کېدو او کیفیت یې ټینګار وکړ. محترم مولوي حمدالله نعماني یادونه وکړه چې د افغانستان بېلا بېلې برخې او ولایتونه د جغرافیې او هوا حالاتو له امله توپیر لري او نه شي کېدای چې د یو بل ملک لپاره جوړ شوي مواد د افغانستان د جغرافیې او هوا حالاتو سره جوړښت وکړي، چې په وینا یې لازمه ده د افغانستان جغرافیوي او هوا حالاتو ته په کتو لازم ساختماني تولیدات تولید شي. ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام وویل، په تولیداتو کې د کیفیت او معیار په پام کې نیول د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او کولی شي چې د ولس باور ترلاسه کړي. نوموړي صنعت کارانو، پانګوالو او سوداګرو ته په خطاب کې وویل، تر ټولو مهم د سټنډرډ اداره، پولیس او استخبارات د هر مسلمان ایمان او وجدان دی چې له خپل هېواد سره د هغې له مخې چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د تخار ولایت د ښاري پراختیا او راتلونکو پلانونو په اړه غونډه وکړه

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت له محترم ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت، د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تفصیلي پلان بشپړ، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د پکتیا ولایت د زاهو صنعتي پارک تخنیکي تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان وروستی، تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري، د بغلان ولایت د چمقلعه صنعتي پارک تفصیلي پلان تائید او لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت