د عامې روغتیا وزارت لپاره د نقشو پر ویزه کولو خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۸:۳۹
وزرات شهرسازی و مسکن

۱۴۴۶/۱۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د عامې روغتیا وزارت محترم تدارکاتي مشاور سید عمران سادات او مل هیئت سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز او د نورو اړوندو ریاستونو مسؤلینو هم شتون درلود، د عامې روغتیا وزارت اړوند د (318) عمومي روغتونونو د نقشو په اړه خبرې وشوې.

د عامې روغتیا محترم وزارت غوښتنه کړې، چې د یادو روغتونونو لپاره جوړې شوې نقشې دې د کور او ښار جوړولو وزارت وکړي او نورې چارې به یې دوی خپله پرمخ یوسي.

په ناسته کې، تر هر اړخیزو خبرو او دلایلو وروسته تصمیم ونیول شو، چې د کور او ښار جوړولو وزارت به نقشې ویزه کړي او د عامې روغتیا محترم وزارت ته به د خاورو د ټسټ لپاره مکتوب ورکړي، تر څو په اړه اقدامات وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي او مسلکي ټیمونه وایي، د نقشو د تطبیق برخه کې د خاورو ټسټ او ارزونه مهمه خبره ده چې باید ترسره شي.

د عامې روغتیا وزارت محترم تدارکاتي مشاور سید عمران سادات وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت دې د نقشو په ویزه کولو کار پیل کړي او دوی به د خاورې د ټسټ او ارزونې مکتوب راوړي او دغه مسؤلیت به په خپله غاړه واخلي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د هر ډول ودانیو نقشې په معیاري توګه تطبیق شي او په راتلونکي کې د خطرونو احتمال ونه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت