د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د تفریحي پارک د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۲
سانچارک سرپل

۱۴۴۷/۰۹/۲۹

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم د سرپُل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د تفریحي پارک د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

دغه چاره، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د څارنه په مهال د پروژې بېلابېلې تخنیکي برخې وارزول شوې، چې له مخې یې د حوض د فرش د سیخ تړلو چارې بشپړې شوې وې.

همداراز، د رستورانت، ساتونکو خونې او تشنابونو د دروازو او کړکیو د نصب چارې هم روانې وې.

ټاکل شوي پلاوي، د پروژې د لا ښه تطبیق په موخه هغه نیمګړتیاوې هم په ګوته کړې چې په لومړني براورد کې نه وې شاملې شوې، خو د پروژې د بشپړتیا لپاره یې موجودیت ضروري بلل کېږي.

په همدې موخه قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې څو د پروژې چارې په غوره کیفیت او معیاري ډول بشپړې شي.

د تفریحي پارکونو جوړول د ښاري خدمتونو د پراختیا، د عامه هوساینې د پیاوړتیا او د ښاریانو لپاره د مناسب تفریحي چاپېریال د برابرولو له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۴:۴۳
Background image

کابل کې د خاکجبار ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي خط اچونه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د خط اچونې عملي چارې پیل شوې، چې موخه یې راستنېدونکو او زیانمنو شویو مهاجرو کورنیو ته د مناسب استوګنځای برابرول او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د کندهار د جامعه عمر پراختیایي پروژې چارې په چټک او منظم ډول روانې دي

۱۴۴۷/۱۲/۸

کندهار کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم په دغه ولایت کې د جامعه عمر پراختیایي پروژې د روانو چارو په تړاو ډاډ څرګند کړ.

جامعه عمر پراختیایي پروژه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش او شیخ زاهد ښارګوټو له ساحو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۰۸

د ښاري تخلفاتود مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت