د رحمن مينې د ښارګوټي د ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۴:۲۰
rahman mena kart e naw

۱۴۴۶/۴/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیرالحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت د مالي او داري محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني او د یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو سره، په کابل کې د رحمن مینې د ښارګوټي د پروژې د ستونزو په تړاو خبرې وکړې.

د رحمن مینې پروژه په ۱۳۹۳ کال کې شروع شوې وه، چې د یو لړ حقوقي، تخنیکي او مالي ستونزو له امله یې چارې وځنډول شوې او تر دې دمه په ټپه ولاړې دي.

د رحمن مینې د ښارګوټي پروژه کې د ځمکې په تړاو ځینې حقوقي ستونزې موجود وې، چې د تېر ۱۳۹۶ او ۱۳۹۹ کلونو په موده کې ټاکل شوي هیئت یاده ځمکې دولتي بللې وه. یاده ځمکه یو ځل بیا د کادستر لخوا امارتي او د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند وبلل شوه.

په ناسته کې د یادې پروژې د بېرته پیلولو په تړاو د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر لخوا اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د پروژې ټول اړخونه په بشپړ ډول وڅېړي چې بیا یې په اړه بله ناسته کې پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت