په خپل سرو تعدیلو شوو ښاري ساحو سره قانوني چلند کیږي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۸:۳۰
معینیت امور شهری

۱۴۶۶/۱۰/۲۹

د کور او ښآر جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د نقشو د ویزه کولو کمیسیون ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د ښاري ماسټر پلانونو، د ساختماني نقشو پرترتیب، ښاري پلانونو، شنو سیمو، صنعتي سیمو، استوګنیزو او سوداګریزو سیمو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

د کمیسیون غړو د ښاري ماسټرپلان، د ښاري سرغړونو، د بهسازۍ پلان د تیلو د پمپ سټيشنونو پر ویزه کولو خبرې وکړې او نظرونه شریک کړل.

په دې ناسته کې د کابل د محترمې ښاروالۍ لخوا چې  د (۲۱) ناحیې لپاره د بهسازۍ کوم پلان ترتیب شوی او د ویزې لپاره د کور او ښآر جوړولو وزارت ته رالیږل شوې خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

په همدې ډول د یو ساختماني شرکت هغه غوښتنه بررسي شوه چې د مسکن په برخه کې د پانګونې په تړاو یې غوښتنه کړې وه.

همدارنګه د هغه پمپ سټیشنونو اسناد بررسي شول، چې غوښتل یې په مختلفو ولایتونو کې دتیلو پمپ سټشنونه جوړ کړي.

د ناسته په وروستۍ برخه کې د کور او ښآر جوړولو وزارت د ښآري چارو محترم مرستیال وویل، هغه ښاري سیمې چې په خپل سر په غیرې قانوني ډول تعدیل شوي قانون چلند به ور سره وشي او په ټول هېواد کې به د ښاري سرغړونو مخنیوی کیږي. شهرهای کشور جلوگیری گردد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت