په خوست ولایت کې ۵ جریبه ځمکه انتقال شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۱:۲۷
news

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دولت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال په لړ کې، دا ځل د خوست ولایت په مرکز کې ۵ جریبه دولتي ځمکه انتقال کړه.

دا سپینه دولتي ځمکه، د ښځو چارو وزارت په غوښتنه په دې ولایت کې د ښځو لپاره د یو پارک د جوړولو په موخه انتقال شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د انتقال په چټکتیا سره، بنسټیزو او ټولګټو پروژو د ښه تطبیق لپاره زمینه سازي کوي او په دې برخه کې یې لوړ ګامونه وچت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۲۰
Background image

په جوزجان ولایت کې د مخابراتو ریاست اړوند د مدرسې د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي انجینرانو د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ خانې په ساحه کې د جوړېدونکې مدرسې له روانو ساختماني چارو څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرو د ښارګوټي لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

1447/12/16

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت په مرکز کې د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د پلان شوي ښارګوټي د جوړېدو په موخه د توپوګرافي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د کابل–بګرام د نوي جوړیدونکي سړک له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل–بګرام د نوي جوړېدونکي سړک له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادې څارنې پر مهال د پروژې د پرمختګ، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت