ښار جوړولو او ځمکو وزارت په لومړي ځل نږدې ۸۰۰ رغنيزې پروژې د انلاين معلوماتي بانک ته داخلې کړې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۱۳:۱۶
کابل

په هغه کنفرانس کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو معين محترم سید نسیم خلیق وویل چې د رغنيزو پروژو انلاين معلوماتي بانک د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په چوکاټ کې فعال شوی دی چې په لومړي ځل يې ۷۹۷ ساختماني پروژې دې بانک ته داخلې کړي دي.

هغه زیاته کړه: حساب ورکونه، روڼتيا، معلوماتو ته د خلکو او دولتي ادارو د لاسرسي حق، په ولايتونو، ولسواليو او قريو کې د برنامو او ساختماني پروژو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د ساختماني پروژو د تطبيق پړاونو په ډاګه کول او د برېښنايي حکومتولۍ دودول د دې بانک اساسي موخې دي.

په دې بانک کې د تېرو دريو کلونو ساختماني پروژو معلومات د سکتور، زون، ادارو، د ولايتونو او برنامو په اساس دسته بندي شوي او د لاسرسي وړ دي.

دا مهال په دې معلوماتي سيسټم کې ۷۹۷ ساختماني پروژې شاملې دي چې له دې ډلې ۶۵ پروژې د سروې ، ۱۲۹ پروژې د طرحې او ډيزاين، ۱۸۳ پروژې د تدارکاتو او ۲۶۰ پروژې د تطبيق په حال کې دي. همدارنګه ۷۲ نورې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې دې وزارت د تېرو دريو کلونو پر مهال په تعليمي او تحصيلي سکتور کې د ۴۷۷ پروژو، په روغتيا او ورزشي سکتور کې د ۱۰۰ پروژو، په ديني، مذهبي او تاريخي سکتور کې د ۱۵۱ پروژو، په ټولنيز او اداري سکتور کې د ۸۶ پروژو او په صنعتي او زراعتي سکتور کې د ۹ پروژو د پلي کېدو چارې پيل کړي دي.    

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تشکيلاتي چوکاټ کې د افغانستان د ډيزاين مرکز رامنځته کول د دې وزارت يوه بله لاسته راوړنه ده چې د دې مرکز په جوړېدو سره به په لومړي ځل ټولې دولتي او عامه ودانۍ د پياوړو متخصصينو په وسيله ډيزاين او ورغول شي.

د ساختماني پروژو اطلاعاتي بانک له (http://gbcpl.gov.af/) لينک او همدارنګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له ويب سايټ (www.mudl.gov.af) څخه ليدلی شئ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۵
Background image

د کونړ ولایت د اسعد اباد ښار د تفصیلي پلان د بیاکتنې او نوي پلان د ترتیب لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې د پخوانیو تفصیلي پلانونو د بیاکتنې او د نوي تفصیلي پلان د ترتیب په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۱۲
Background image

د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د جوړولو لپاره د ۵۱۰ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۲:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د ودانیو د تراکم او د ځمکې د اشغال کچې د کنټرول په موخه د څارنې لړۍ دوام لري

۱۴۴۸/۶/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت کیفیت، کنترول د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښآري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي يټمونود کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت