د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۶/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د جوړولو لپاره د ۵۱۰ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.
یاده سروې د دې لپاره ترسره شوې، څو د ترلاسه شویو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او د ښارګوټي د جوړولو لپاره لازم تخنیکي چمتووالی ونیول شي.
